مکة مکرمه 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي دورې په مهال عمره كړې٬ په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ سوكالۍ او ??لامتيا لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې۔ د خالي په ورځ وزيراعظم د سعودي عرب درې ورځنۍ دورې په مهال خپل پلاوي سره د عمرې سعادت ترلاسه كړې۔ وزيراعظم په مدينه منوره كښې دوه ځله په روضه ر??ول صلي الله و عليه وسلم حاضري كړې او په رياض الجنته كښې ئې نوفلونه ادا كړي، د جمعة الوداع لمونځ ئې په مسجد نبويۖ كښې ادا كړې٬ په دې موقع هم د هېواد سلامتيا پرمختګ او ??وكال?? لپاره دعاګانې شوې۔ په جده وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز سره اهم ملاقات كړې چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي او ??جارتي روابط زياتولو او ??رمايه كارۍ ته د ودې وركولو نه علاوه په سعودي عرب كښې د پاکستان افرادي قوت لپاره د روزګار زياتولو موقعې پېدا كولو پحقله خبرې اترې شوې۔ په دې موقع وفاقي وزيران بلاول بھټو زرداري، مفتاح اسماعيل، نوبزاده شازين بګټي، مريم اورنګزيب، خواجه محمدآصف، احسن اقبال، چوهدري سال?? حسېن، ډاکټر خالد مقبول صديقي، محسن داوړ او مولانا طاهر اشرفي هم وزيراعظم سره دي۔ د يادونې وړ ده چې د وزيراعظم چوكۍ سوګند پورته كولو نه پس دا د شهباز شريف وړومبۍ غېر ملكي دوره ده