اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي) د خارجه وزارت وياند په كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سر?? په دې بريد كښې په شوې ??يمتي ځاني زيان د افسوس څرګندون?? كړې۔د خارجه دفتر وياند د نهې په ورځ يو بيان كښې وئيلي دي مونږ په كراچۍ كښې د غندنې وړ ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه كوو چې پكښې د كنفيوشس انسټي ټيوټ كار كونكي چينائي وګړو پشمول لوئ ځاني زيان شوے ، د پاكستان حكومت او اولس په دې پېښه كښې په شوې ??يمتي ځاني د افسوس څرګندونه كولو سر?? د غمجنو كورنيو سر?? د يووالي څرګندونه كوي۔ وياند ووئيل قانون نافذ كونكې ادارې د پېښې پلټنې كوي دغسې چې تورن انجام ته ورسولې شي۔ وياند ووئيل دا ناوړه بريد د پاك چين ملګرتيا او په روانه مرسته نيغ په نيغه بريد دے، پاكستان او چين نزدې ملګرې دي۔وياند ووئيل پاكستان په هېواد كښې د چينائي وګړو ، منصوبو او ادارو حفاظت مهم ګڼي