کراچۍ 13 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم ميا محمد شهبازشريف په کراچۍ كښې د اوبو وركولو منصوبه تر 2024ء بشپړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د اوبو وركړه يوه لويه مسئله او چيلنج دے، کے سي آر د سي پيك برخه ګرځولو لپاره به د چين حكومت سره خبره كوم، وفاق به د پرمختيائي پروژو لپاره د صوبائي حکومت سره ولاړ وي ، کراچۍ كښې ايئر کنډيشنډ بسونه چلولو سره به وګړو ته د مزل اسانۍ ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څركندونه ده وزيراعليٰ هاؤس كښې خبريالانو ??ره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه، د مسلم ليګ (ن) لارښود شاهد خاقان عباسي او احسن اقبال هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زه د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح مزار ته تللے ووم او هلته مو د كلك عزم څرګندونه كړې چې د بابائے قوم په نقش قدم د تللو هڅه به كوم او پاکستان به په حقيقي معنو كښې د پرمختګ په لاره روانولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زما د سندھ وزيراعلي او د هغه ډلې سره ګټه وره خبرې شوي، د سندھ وزيراعلي د سندھ پرمختيائي پروژو په اړه بريفنګ راكړے ۔ده ووئېل په دې خوشحاله شوے يم چې د ټرانسپورټ آسانۍ او د اوبو وركولو او نورو پروژو لپاره د سندھ وزيراعلي ډله په زړه پورې كار كوي،ده باور وركړو چې وفاقي حکومت به د صوبائي حکومت سره مرسته كوي او وفاق به د صوبائي حكومت سره اوږه په اوړه ولاړ وي۔ وزيراعظم ووئيل ما د سندھ وزيراعلي ته وئيلي دي چې مونږ به هڅ?? كوو چې کے سي آر د سي پيك برخه وګرځوو ، په اول كښې د چين چارواكو کے سي آر د سي پيك برخه جوړولو لپاره اشاره راكړې وه خو بيا حالات بدل شوو ،ده ووئېل اوس به هڅ?? كولې شي چې دا د سي پيك برخه شي او دې لپاره به د چين حكومت سره خبره كوم۔ده ووئيل په كراچۍ كښې د څښلو اوبو لويه مسئله ده او دا يو چيلنج هم دے، په دې معامله تفصيلي خبرې شوي ، کراچۍ كښې د اوبو وركولو نيم ګنجائش تر 2024ء بشپرولو منصوبه جوړه وه خو ما سپارښتنه وكړ?? چې تر 2024ء هڅ?? وكړې چې دا ټوله منصوبه بشپړه كړې شي ځك?? چې اوبه بنيادي انساني ضرورت دے، ده ووئېل كه د كراچۍ دا مسئله حل شي نو ??ا به د اولس لوئ خذمت وي۔ وزيراعظم ووئيل د سند٬ھ وزيراعلي په صوبه كښې د ټرانسپورټ په څ??نګ?? كښې ډير كار كړے ، اورنج لائن، ريډ لائن او ګرين لائن منصوبې تقريباً بشپړې شوي،د دې بشپړولو سره به اولس ته د مزل ښې آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئېل د روژې مباركې مياشت كښې په کراچۍ كښې په تود هركلې كولو د پاکستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري، چيئرمين بلاول بھټو زرداري او د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه مننه كوم۔