اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د پاك هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر س??ھو سره د قزاخستان د دفاع دوهم وزير/ چيف آف جنرل سټاف لېفټېننټ جنرل خسينوف مارات رخيمووچ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په پېشه ورو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك هوائي ځواك وياند له مخې لېفټېننټ جنرل خسینوف مارات رخیمووِچ په پېشه ورانه مهارت او د ايوي اېشن په انډسټرۍ ك??ې په خپلو پښو ودرېدو پلولو تللو د پاك هوائي ځواك ستائنه وكړه۔ ایئر چیف ووئيل پاكستان ریپبلک آف قزاخستان سره پخوانۍ مذهبي ٬ كلتوري او تاريخي اړيكې لري كومې چې د دواړو هېوادونو د مضبوط پوځ ترمينځه په كلك تړون كښې څرګندېږي۔ دواړو مشرانو دوه اړخيزه مرسته لا قوي كولو له د خپل لوظ پخلې هم وكړو۔