اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې عدم اعتماد د جمهوري طريقه كار او سياسي بحران د پارلماني جمهوريت برخه دې خو اوسنې عدم اعتماد بهرنې سازش دے، دستاوېزي ثبوت سينئر خبريالانو او اتحادي نمائندګانو ته د ښودلو پرېكړه شوې ده، غړي دې دا فكر ضرور وكړي چې ھغوي د پاكستان په ضد د كوم نړيوال سازش برخه جوړ نه شي، اي پاسپورټ به پاکستا?? كښې د سېلګرۍ ودې او د تاركين وطن لپاره يو لوے سهولت وي، د پاکستان د سباٶن دارومدار ??ه سېلګرۍ دې، مونږ سېلګرۍ ته د صنعت درجه وركړې ده۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د اي پاسپورټ پرانستې په موقع خپل و??نا كښې وكړه۔ وزيراعظم داخله وزارت او نادرا ته د دې سهولت په پېل كولو مباركي وركولو سره ووئيل په نړۍ كښې ټيکنالوجۍ د اولس په ژوند كښې آسانۍ پېدا كړې دي٬ دې سره د كرپشن خاتمه شوې۔ وزيراعظم په دې موقع د اي پاسپورټ پرانسته هم وكړه او داخله وزير شېخ رشيد احمد په دستو??ه كښې د وزيراعظم عمران خان هركلے وكړو