ملتان 26 مارچ (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د دې منطقې د فرزند ??ه توګه ما وزيراعظم عمران خان په اعتماد كښې اخستلو سره د ګوند د منشور له مخې د سوئيلي پنجاب صوبې بل وړاندے كړے، نن هم ن ليګ او پيپلز ګوند ته بلنه وركوم چې كه دوي وسېب سره مخلص وي نو د دې بل ملاتړ دې وكړي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د اسلام آباد څخه د وېډيو لنك د لارې په باب القرېش ملتان كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. خا??جه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پي ټي آئي خپل لوظونه پوره كوي، دا بل به ډېر زر په قائمه كمېټې كښې وړاندې كړې شي او د دې نه پس به ق??مي اسمبلۍ ته راوړل شي. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريك ګټلے دے، قوم به وويني او پرېكړه به وكړي چې يو خوا عمران خان او بل خو هېواد لوټ كوونكي دي. ده ووئيل چې دا ټولګې به په راتلونكو څو اونيو كښې ټوټې ټوټې شي. ده ووئيل چې د حكومت اتحادي ګوند ?? ليګ به كله هم ن ليګ سره يو ځائ نه شي، هم داسې به اېم كيو اېم كله هم د پيپلز ګوند ??لګرتيا ونه كړي. ده ووئيل چې د ما??چ په 27مه نېټه د امر بالمعروف په عنوان كېدونكې غونډه به كاميابه وي. ده ووئيل چې د سترې محكمې په هدايت د ډي چوك په ځائ په پرېډ ګراٶنډ كښې غونډه كوو.