اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې چين د پاكستان برآمدات ته د ودې وركولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي توازن ښه كولو خواهش څرګند كړې۔د ګل په ورځ د چ??ن خارجه وزير وانګ يې سره يوځاې په خارجه وزارت كښې د خبري كنفرنس په مهال خارجه وزير ووئيل چې مونږ د دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ د موقعو په بشپړه توګه جاج اخستې۔د دې نه علاوه دواړو هېوادونو د تعليم او كركيلې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه هم لاس ليك كړې دي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې مونږ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د غو??ډې په موقع په دوه اړخيزه ملاقاتونو هم اتفاق كړې۔دوه ووئيل چې د مونږ د دوه اړخيزه اړيكو٬سيمه ايزو چېلنجونو او د يوكرين د بدلېدونكي صورتحال هم جاج اخستې۔ده وئيل چې مونږ سيم پېك تر افغانستان په پراخا كولو هم خبرې كړې دي٬د چ??ن خارجه وزير وائي چې مونږ په افغانستان كښې د بدلېدونكو حالاتو له امله د صورتحال بېرته جاج اخستلې شو۔خارجه وزير ووئيل جې دا وړومبۍ موقع ده چې د چين خارجه وزير د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون كوي او دا د پاكستان او چين ترمينځه د خاص اړيكو عكاسي كوي۔ده ووئيل چې پاكستان د دې حقيقت اعتراف كوي چې چين او آئي سي سره مرسته او اسلامي هېوادونو سره تفاهم ته وده وركول غواړي۔د افغانستان بدلېدونكي صورتحال په اړه خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د چين پاكستان او افغانستان د درې اړخيزه خبرو پېل كولو يو ځل بيا موقع ده۔ده ووئيل چې هغه به ډېر زر د چ??ن خارجه وزير په بلنه د افغانستان د ګاونډي هېوادونو په غونډه كښې ګډون كولو لپاره د چ??ن دوره وكړي٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه شاه محمود قرېشي ووئيل چې دواړو هېوادونو د ايسټ تركستان موومنټ او د ټي ټي پي پشان د تنظيمونو مخ نيوي لپاره په مربوط انداز خپلولو اتفاق كړې كوم چې امن او سلامتيا لپاره خطر دي۔خارجه وزير د پاكستان په سټېټ بانك كښې د دوه اربه ډالرو جمع كولو د چ??ن په اعلان مننه وكړه۔د چ??ن خارجه وزير وانګ يې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غو??ډې ته په بلنه د پاكستان مننه وكړه او وې وئېل چې پاكستان د چ??ن مهم تزويراتي شراكتدار دے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي بنيادونو اړيكې دي۔ده ووئيل چې مونږ پاكستان سره ستراتېژېكي شركت لا مستحكم كول او په ټولو څانګو كښې مرسته زياتولو غواړو٬چين په نړيوالو فورمونو د پاكستان مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔ده ووئيل چې پاكستان سره د سي پېك پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو ته پراختيا وركول غواړو