اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د جمهوريه مصر خ??رج?? وزير سامح حسن شكري په خ??رج?? وزارت كښې ملاقات وكړو. د اتوار په ورځ د خ??رج?? دفتر لخوا په جاري شو?? بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې. خ??رج?? وزيړ مخدوم شاه محمود قريشي د او آئي سي د خ??رج?? وزيرانو كونسل په 48مه غونډه كښې ګډون لپاره په راتګ د مصري خ??رج?? وزير مننه وكړه. ده ووئيل چې دا غونډه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې پاكستان خپله 75 كلنه سالګره لمانځي. خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې مصر د منطقې يو مهم ورور هېواد دے. خ??رج?? وزير په مئي كال 2021م كښې په فلسطين كښې جنګ بندې لپاره د هڅو په مهال د مصر د كردار ستائنه وكړه. ده د دواړو هېوادونو د ټاكل شويو استازو ترمېنځه د پارلماني روابطو په وده زور راوړو. دواړو خ??رج?? وزيرانو د پاكستان او مصر ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره د عزم څرګندونه وكړه. خ??رج?? وزير مخمدو شاه محمود قرېشي ووئيل چې مونږ د صدر عبدالفتاح السيسي د پاكستان د دورې په انتظار يو. د مصر خ??رج?? وزير سامح حسن شكري په تود هرك??ي او كوربتوب كولو د خ??رج?? وزير مخدوم شاه محمود قريشي مننه وكړه.