اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرم??ن محمد صادق سنجراني سره د بلوچستان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري سينئرنائب صدر اختر کاکړ او نائب صدر محمد ايوب په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات کړے ۔ د سېنېټ سيکرټريټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په بلوچستان كښې کاروباري هلو ځلو ته ودې وركولو لپاره كوتلې او د عمل وړ تګلارې جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې د بلوچستان سوداګرو ، سرمايه کارو د ګيلو آزاله وكړې شي او هغوې له د هېواد په پرمختګ او په خاص توګه د بلوچستان پرمختګ كښې د خپل كردار ترسره كولو موقع وركړې شي۔ده ووئيل سېنېټ او بيلو کمېټيو عمر له د بلوچستان پرمختګ او سو??الۍ لپاره غږ پورته كړے ??و سباؤن كښې به ه?? هغسې كوي۔ په دې مهال اختر کاکړ او محمد ايوب د سېنېټ چيئرمېن سرمايه کاري، تجارت او معيشت په اړه پېښو ستونزو څخه خبر كړو۔ملاقات كښې سېنې??ر فيصل سليم رحمن هم موجود ؤ