بیجنګ۔16فروری(اے پی پی)په بېجينګ ونټر اولمپكس ګېمز كښې د ګډون کوونکې پاکست??نۍ لو??ډل?? هېډ كوچ محمد مرزا او سكواډ د چي??ايانو د مينې ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د ګېمز د پرانستې دستوره كښې د پاكست??نۍ لو??ډل?? تود هركلې د دې خبرې ثبوت دې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې ډېرې ژورې دي۔ پاكستاني هېډ كوچ ووئيل پاكستان او چي?? ښه ملګري او ګاونډي هېوادونه دي ٬ مونږ له چې چي??ائي اولس كومه مينه راكړې ده د هغې چې څومره هم ستائنه وكړې شي كمه ده۔ پاكستاني كوچ ووئيل په چي?? كښې چې مونږ ته كومه تجربه ترلاسه شوې ده هغې څخه به پاكستان كښې استفاده كولې شي او دې سره به د لوبغاړو صلاحيتونه لا رامخې ته كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ هغه ووئيل دلته مونږ پروفېشنلز څخه ??ېر څه زده كړې دي او مونږ به پاكستان كښې خپل اېتھليټس سره خپله تجربه شريكه كړؤ۔ هغه ووئيل د ګلګت بلتستان نلتر كلي سره تعلق لرونكې پاكستانې لوبغاړې محمد كريم بيجنګ ونټر اولمپكس كښې ګډون كوؤنكې يوازينې پاكستانې سكائير دې ٬ هغه دې نه وړاندې په دوه ونټر اولمپكس كښې ګډون كړې دې