اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغان پوله د ازغن تار لګولو كار 95 فيصد بشپړ شوے ٬ ازغن تار د پاكستان او افغانستان دواړو ??ېوادونو په ګټه دے ٬د دې مقصد د ورانكارۍ او د قاچاق مخ نيوے دے۔دا معامله به په خبرو اترو حل كړې شي٬په هند كښې مسلمانان په نخښه كېږي٬په تعليمي ادارو كښې په ماشومانو د حج??ب په اچولو بن??ېز اخلاقي٬سياسي٬آئيني او مذهبي آزادۍ تر مخه كوم جواز نه لري٬ ده ووئېل په هند كښې 25 كروړه مسلمانان آباد دي٬هغوي له به يو والې راپیدا كول وي٬ او ټولې اسلامي نړۍ له به هغوي سره اودرېدل وي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په كرناټك كښې د حج??ب اچوونكو انچونو په تعليمي ادارو كښې په داخلېدو بن??ېز كوم جواز نه لري ٬د هند لخوا په سكولونو٬كالجونو او پوهنتونونو كښې اعلان شوے چې كومې ماشومانې چې د حج??ب سره راشي ٬ د هغوي دې په تعليمي ادارو كښې داخله بن??ه كړې شي٬آيا د هند آئين او كومه مهذب ټولنه د دې اجازه وركوي؟۔د افغانستان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي٬غواړو چې افغانستان د معاشي او انساني بحران څخه ووځي۔كه په افغانستان كښې ناامني پیدا شوه نو دې سره به د منطقې د هېوادونو ستونزې هم زياتې شي