اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) امريکې لپاره د پاکستان نو??ولي شوي سفير سردار مسعود خان وئيلي دي چې پاکستان امريکې سره اقتصادي، د سرمايه کارۍ او تجارتي اړيكې زياتول غواړي او زه به دوه اړخيزه اړيكې نوې بام ته د رسولو بشپړه هڅې كوم۔ دا خبرې ده د يو اېس پاكستان انټرنېشنل چېمبر آف کامرس (يو اېس پ?? آئي سي سي) صدر محمد احمد٬ عمومي سېك??ر ملك سهېل حسېن او د چيمبر باني غړې او ډائريکټر حسنې?? کاظمي سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د تجارتي پلاويو به بشپړه ډاډګيرنه كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان امريکې سره پراخه اړيكو كښې خوښي لري٬ سوداګرې ورورولۍ له به د دواړو هېوادونو اړيكو ته لا وده وركولو لپاره خپل ټول صلاحيتونه كارول وي۔ په دې موقع د يو اېس پ?? آئي سي سي مشرانو محمد احمد، ملك سهيل او حسنې?? کاظمي د سردار مسعود خان په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل نمائنده٬ په چين كښې د پاكستان سفير او د آزاد کشمير صدر په حېثت د خدماتو ستائنه وكړه۔