اسلام آباد11 فروري (اے پي پي) ?? پاكستان علماﺀ كونسل او انټرنېشنل اسلامك كونسل په درخواست ?? پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د هند لوڼو سره د يووالي ورځ ولمانځلې شوه. په دې موقع د جمعې په خطبو كښې د هند د ظلمونو غندنه وكړې شوه. په دې موقع ?? پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او نورو علما كرامو ووئيل په ه??د كښې چې څه روان دي?? په دې بايد ملګري ملتونه، د اسلامي مرستې تنظيم او نړۍ تحريكونه غږ پورته كړي. دوي ووئيل چې كله هم په اسلامي نړۍ كښې كومه معامله رامېنځ ته شوې، پاكستان تل د مظلومانو په تائيد او ملاتړ له خپل غږ پورته كړے. دوي ووئيل په ه??د كښې چې څه روان دي?? په دې نن نه يوازې ?? پاكستان په جوماتونو كښې بلكې په اروپائي علماﺀ فورم، روسيه، عرب نړۍ او ټوله اسلامي نړۍ كښې د هندوستان لوڼو سره د يووالي ورځ ولمانځلې شوه. دوي ووئيل په ه??د كښې ظلمونه روان دي?? د جينكو په حجاب بندېزونه لګولے كېږي، د جوماتونو بې حرمتې كېږي، د كليساګانو بې حرمتې كېږي، ګوردوارې رانسكورېږي، دا هر څه د مودي سركار په سرپرستې كښې روان دي. دوي ووئيل نن په ټوله اسلامي نړۍ كښې هغې لور ته سلام وكړو كومې چې د وخشيانو په وړاندې د الله اكبر چغه وهلې . نن د الله اكبر داچغه د يو ارب اويا كروړه مسلمانانو زړونو ته رس??دل?? ده.