نوشکی ۔8فروری(اے پی پی) وزيراعظم عمران ??ان په نوشكي كښې د ترھګرو په ضد د ځوابي كارروائۍ په مهال د ځانونو قربان?? وركوؤنكو ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټول اولس په خپلو بهادر ځواكونو وياړ او باور لري٬ ترهګر به كله هم كامياب نه شي٬ ??لو??ستان ??ه به دومره ترق?? وركړؤ چې بيا به څوك اړې ګړې جوړوؤنكو ته غوږ نه نيسي ?? د سي ??ېك په دوهم پړاؤ كښې به صنعتي پرمختګ ٬ د ټېكنالوجۍ منتقل كولو ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د كركيلې پېداوار زياتولو ته خصوصي پام ګرځولې شي٬ ??لو??ستان ??ه زمونږ ترجيح وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ په نوشكي كښې ځوانانو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوده ٬ د ??لو??ستان ??علی وزير ٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د ??لو??ستان ??سمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان ??وري او د نور هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د ترهګرۍ كاميابۍ سره مقابله كوؤنكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ هغه ووئيل ټول قام خپل بهادر پوځ سره ولاړ دے٬ زمونږ بهادرو ځواكونو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې كومې قربانۍ وركړې دي او كومه كاركردګۍ يۍ ښودلې ده د بل كوم هېواد پوځ نه ده ښودلې۔ وزيراعظم په دې موقعه د اېف سي او رېنجرز په تنخاګانو كښی د 15 فيصده اضافې اعلان وكړو۔ وزیراعظم ووئيل په تېر وخت كښې د ??لو??ستان په پرمختګ كوم حكومت دومره پېسه نه ده مصرف كړې كومه چې زمونږ حكومت مصرف كړه۔ هغه ووئيل د چمن – كوئټه – كراچۍ سترې لارې جوړولو منصوبه مونږ پېل كړه٬ دې لپاره مو فنډز هم بېل كړې دي۔ وزیراعظم ووئيل د روان كال په مهال ريكارډ ټېكس جمع شوې دې ، زمونږ حكومت د ??لو??ستان پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي ولې چې د ??لو??ستان ٬ ګلګت بلستان ??و پخوانۍ قبائلي ضلعې د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شوي دي۔ هغه ووئيل د معاشي حالاتو ښه كېدو او آمدن زياتېدو سره به وروستو پاتې شويو سيمو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل څه وخت چې په نوشكي كښې د ترهګرۍ پېښه رامخې ته شوه زه په چين كښې وم ٬ ما سمدستي پرېكړه وكړه چې هېواد ته تلو سره به زه نوشكي ته لاړ شم او دا پېغام به وركړم چې ټول قام قربان?? وركوؤنكو ځوانانو سره ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل په اسلام كښې شهيدان ??صوصي مقام لري٬ په زړه ورتيا سره د ترهګرو په ضد جنګ كولو كښې د خپلو ځانانونو قربان?? وركوؤنكي شهيدان ??ي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په شاه هغه قوتونه دي كومې چې پاكستان ټوټی ټوټې كول غواړي٬ دوئي ته د كوم بل ځائې نه فنډنګ كېږي۔ وزيراعظم ووئيل ??لو??ستان ??ه به دومره ترق?? وركړؤ چې بيا به څوك اړې ګړې جوړوؤنكو ته غوږ نه نيسي۔ وزيراعظم ووئيل د سي ??ېك دويم پړاؤ كښې به ??لو??ستان ??ه په خاص توګه ګټه ترلاسه شي۔ هغه ووئيل د چين صدر باور راكړې چې د سي ??ېك په دوهم پراؤ كښې به ټېکنالوجی ټرانسفر، انفارمېشن ټېکنالوجی، د كركيلې پېداوار زياتولو او انډسټریلائزېشن ته خاص پام ګرځولې شي۔