اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) د سپریم کورټ آف پاکستان تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیا?? د ??یف جسټس آف پاکستان په حېث سوګند پورته كړو۔ د شورؤ په ورځ په ايوان صدر كښې يوه پروقاره دست??ره كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي له ده څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دست??ره كښې وزيراعظم عمران خان په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ په دست??ره كښې په نورو ګډون كوؤنكو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ٬ وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن ٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر نسيم فروغ په شمول نور وفاقي وزيران ٬ دوهم وزيران ٬ پارليماني غړي٬ د وكلاﺀ تنظيمونو عهدېداران او سول او پوځي چارواكي شامل وو۔ په دې موقعه د جسټس عمر عطا بنديا?? د ??يف جسټس آف پاكستان په توګه د تعينات كېدو ن??ټي??كېش?? واورولې شو۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د سپریم کورټ تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال چیف جسټس آف پاکستان غ??ره كړو۔ د ده د تعيناتۍ ن??ټي??كېشن به د فرورۍ 2 مې نېټې نه نافذ العمل وي۔ ده نه وړاندې چیف جسټس آف پاکستان جسټس ګلزار حسېن تېره ورځ د فرورۍ په وړومبۍ نېټه د ملازمت مودې په ترسره كېدو خپل منصب څخه اخوا شوے وو