ليك : ژو ژېن
ترجمه : محمد عامر آفريدي
سره د كورونا روانې وبا د بېجنګ ونټر ??ول??پكس ګېمز تيارې په بشپړه توګه روانې دي كوم به چې د فرورې په 4مه نېټه پېل كېږي. چين چې كله په كال 2015م كښې ونټر لوبې په چين كښې كولو لپاره د خوښې څرګندونه كړې وه ، د هغې نه پس ئې په بشپړه توګه د خپل عزم پوره كولو هڅې كړې دي. . د په ټوله نړۍ كښې د روانې پېړۍ د لوئې وبا باوجود چين د ټولې نړۍ څخه مېملنو او د لوبو شائقينو هركلي كولو لپاره سترګې په لار دے.
اسيا په وړومبي ځل په دوهم ونټر ??ول??پكس كښې هغه مهال ګډون وكړو كله چې د الپائن ريزارټس ټاٶن سوېټزرلېنډ په كوربتوب كښې جاپان د خپل اېتهليټس شپږ كسيزه ډله ګډون كولو لپاره ولېږله او دغسې جاپان د اسيا وړومبې هېواد جوړ شو چې په ونټر ??ول??پكس كښې ئې ګډون وكړو.
چين په وړومبي ځل په كال 1980م كښې په ترسره ??وي?? ونټر ??ول??مكس لوبو كښې ګډون وكړو. چين په وړومبي ځل په 16م ??ول??پكس كښې مېډالونه ترلاسه كړل، دا لوبې په كال 1992م كښې ترسره شوې وې. د دې نه پس چين په 19م ونټر ??ول??پكس ګېمز كښې وړومبې د سرو مېډال ترلاسه كړو كوم چې په كال 2002م كښې ترسره شوي وو. نن د هغو اسيائي هېواد??نو شمېره ډېره شوې ده كوم چې ونټر ??ول??پكس ته خپل پلاوي لېږي او د اسيا ايتهليټس د مېډال??نو ګټلو قوي مقابله كوونكي دي.
تر اوسه د نړۍ 20 ښار??نو د ونټر ??ول??پكس كوربتوب كړے دے چې پكښې درې ښارونه په اسيا كښې دي. په دې ښار??نو كښې سپرو﴿ 1972﴾ او نګانو ﴿1998﴾ په جاپان كښې دي، دريم كوربتوب كوونكې ښار د سوئيلي كوريا پيانګ چانګ دے. بيجنګ د اسيا هغه څلورم ښار دے كوم چې د ونټر ??ول??پكس ګېمز كوربتوب كوي.
د لوبو د لارې دوستي په نظر كښې ساتلو سره چين په ټوله نړۍ او په خاص توګه په ګاونډ كښې د لوبو په نړيوالو ايونټس كښې په فعاله توګه برخه اخلي. چين د كال 1963م په پېل كښې په ګېمز آف دي نيو اېمرجنګ فورسز ﴿جي اے اېن اي اېف او﴾ كوم چې د انډونېزيا په جكارته ښار كښې شوي وو، ته خپل پلاوې لېږلے و او د سرو زرو 66 مېډال??نو سره بېرته هېواد ته راستون شوے و. په كال 1990م كښې د بيجنګ اېشين ګېمز د كاميابې نه پس د چين پايه تخت بيجنګ په كال 2008م كښې د سمر ??ول??پكس په كاميابې سره كوربتوب كړے و.
دا كومه معنٰی نه لري چې څوك د سمر يا ونټر ??ول??پكس لوبو كوربتوب كوي، چين ، جاپان او كوريا د دې هيلې څرګندونې سره د يو بل بشپړه ملاتړ كړے چې ??ول??پكس لوبې به په شمالي ختيځه اسيا او ټوله نړۍ كښې د امن او استحكام په راوستلو كښې مرسته وكړي.
لوبو امن او پرمختګ لپاره تل خپل كردار ترسره كړے او د دې په كال 2003م كښې د ملګرو ملت??نو يو قرارداد اعتراف كړے دے. د كال 2022م د بيجنګ په ونټر ??ول??پكس ګېمز كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان او د منګوليا وزيراعظم پشمول د يو شمېر ګاونډي هېواد??نو مشرانو د ګډون كولو تصديق كړے دے كوم به چې د لوبو د پرانستې په دستوره كښې ګډون كوي. د يو شمېر حكومت??نو چارواكو او د يو شمېر هېواد??نو ??ول??پك كمېټو د دې ايونټ كاميابې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده.
د جنورې په 14مه نېټه چينائي مېډيا سره په شريكه مركه كښې د پاكستان صدر ښاغلي عارف علوي د ونټر ??ول??پكس په لړ كښې د چين د هڅو ډېره ستائنه كړې كومې به چې د خلقو او هېواد??نو ترمېنځه مرستې او يووالي ته وده وركړي. صدر عارف علوي وئيلي دي چې زه باور لرم چې د بيجنګ ??ول??پكس لوبې به ډېرې كاميابې وي. ده ووئيل چې پاكستان به په دې لوبو كښې په جوش و خروش سره ګډون كوي، زه باور لرم چې ځوانان ايتهليټس به د چين څخه ښكلي يادونه خپلو هېواد??نو ته ځان سره يوسي.
په مننه د اے پي پي
﴿ياد ګېرنه: ليك وال ” ژو ژېن ” د نړيوالې مطالعې سكالر دے﴾