اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي)اټارني جنرل يف پاكستان خالد جاوېد خان وئېلي دي چې شهباز شريف له به د عدالتي كاروائي څخه بچ كولو لپاره د نواز شريف مېډيكل رپورټس په لس ورځو كښې دننه جمع كول وي٬كه چرې شهباز شريف د خپل ورور مېډيكل رپورټس عدالت ته ور نه ??ړې شول نو د هغه په ضد كاروائي كېدې شي۔جسټس عائشه ملك په سپريم كورټ كښې تعيناتي ډېره لويه خبره ده٬دې سره به د مېرمنو ډاډګيرنه ??شي٬د هغې د تعيناتۍ چا هم مخالفت نه دې كړې٬هغه وړاندې تللو س??ه پاكستان چيف جسټس هم جوړېدې شي۔د ګل ??ه ورځ نجي ټي وي چينل س??ه په خبرو كښې ده ووئيل چې عدالت په طبي بنيادونو نواز شريف ته د علاج لپاره د بهر هېواد ته د تللو اجازه وركړې وه خو د عدالت لخوا علاج لپاره وركړې شوې مهلت ختمېدو باوجود هېواد ته د راتللو لپاره تيار نه دې۔شهباز شريف د خپل ورور ضمانت په لړ كښې ځكه هغه ته خط ليكلې شوې چې نواز شريف دې بېرته راوستلې شي۔