لاهور۔16جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نواز شريف د لندن په ګرانه پراپرټۍ ك??ې ناست دې٬ زرداري په لندن كښې د چرچل هوټل تر ټولو ګران ا??ار??منټ اخستلې دې٬ د ګرانۍ لړۍ نېغ په نېغه دوئي سره تړلې ده٬ لوټ مار كولو سره تښتېدونكي نن مونږ ته په معيشت لېكچر راكوي٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت په خپلو 5 كلونو كښې د دوئي 55 اربه ډالره قرضه بېرته وركوي٬ د پيپلز ګوند حكومت چې لاړو نو په ګاز كومه ګرځنده قرضه نه وه٬ شاهد خاقان عباسي د 157 اربه رو??و سركلر ډېټ پرېښودلې٬ كوم سكيمونه چې هغوي پېل كړل د هغې بشپړ كولو له هر كال 90 اربه رو??ۍ پكار دي٬ د دې خلكو د لاسه ګراني رامخې ته شوې ده ٬ مونږ دوئي څنګه نظر انداز كولې شؤ ٬ عمران خان په ټول هېواد كښې ووټ لري ٬ د پي ټي آئي نه علاوه په بل كوم سياسي ګوند كښې دا صلاحيت نشته چې هغه په 1100 چوكو خپل كانديدان ودروي٬ په ټاكنو كښې به دا وښايو چې مونږ ټاكنې څنګه كوؤ٬ كه لويې څښتن ته منظور وي نو راتلونكو 5 كلونو كښې به هم د عمران خان حكومت وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د لاهور پرېس كلب د نوې ټاكل شويو عهدېدارو د سوګند پورته كولو دستورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د لاهور خبريالانو ته د هېلت كارډ آسانۍ وركړې شوي دي۔ هغه ووئيل روغتون كښې د داخلې ټول خرڅونه به حكومت پورته كوي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د خېبر پختونخوا نه دا پروګرام پېل كړو۔ هغه ووئيل د سندھ حكومت چې څومره پېسه د روغتيا په څانګه كښې مصرف كوي دا پروګرام د دغې په نيم رقم ترسره كېږي۔ په سندھ كښې د يو ډاكټر تنخا 76 لكه رو??ۍ اېښودلې شوې ده٬ په سندھ كښې د روغتيا څانګه او ټول روغتونونه په شا تلي دي۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت پرېكړه كړې ده چې ټولو طبقو ته د روغتيا يو ډول آسانۍ وركړي۔ هغه ووئيل مونږ د لاهور نه پس د اسلام آباد خبريالانو او ټولو پرېس كلبونو سره تړون لرونكو خبريالانو ته د صحت كارډ اسټېټ آف دی آرټ آساني وركوؤنكي يؤ۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په لوكاسټ هاؤسنګ سكيم كښې خبريالان هم شامل كړې شوي دي۔ ټول خبريالان به د دې سكيم نه د مستفيد كېدو اهل وي۔ د 5 مرلو په كور به تر 27 لكهه رو??و قرضه وركولې شي۔ د درې لكه رو??و سبسډي د حكومت لخوا وركولې شي۔ هغه ووئيل مونږ وركنګ جرنلسټس مضبوط جوړول غواړؤ۔ په نوې اصلاحاتو كښې نیوز پېپرز ل??ار?? په آئی ټی اېن ای كښې الېکټرانک ورکرز ته هم حق وركوؤ دغسې چې هغوي د كنټرېكټ نه ترسره كېدو په صورت كشی عدالت كښې خپل كېس دائر كړې شي۔ هغه ووئيل په برطانيه كښې دا مهال يو بحث روان دې هغه دا چې برطانوي وزيراعظ?? بروس جانسن لاك ډاؤن ولګولو او په خپله په سوشل هلو ځلو كښې بوخت دې په دې برطانيه كښې بحث پېل شوې چې لاك ډاؤن لګولو سره په خپله په هغې عمل نه كولو سره د برطانوي وزيراعظم په كرسۍ پاتې كېدل خطر سره مخ شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پرېس كلب چې د كوم خبريال ضمانت وركړي هغه ته ډيجيتل صحافت ل??ار?? به د 5 لكه رو??و قرضه وركوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د 700 اربه رو??و سدرن بلوچستان پېكج وركړې شوې۔ ګوادر ښار ل??ار?? نوې مېكنزم جوړ كړې شوې دې٬ په راتلونكو 6 مياشتو كښې به د ګوادر لويې مسئلې حل شي۔ د يوې بلې پوښتې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نواز شريف د لندن په ګرانه پراپرټۍ ك??ې ناست دې٬ زرداري په لندن كښې د چرچل هوټل تر ټولو ګران ا??ار??منټ اخستلې دې٬ د ګرانۍ لړۍ نېغ په نېغه دوئي سره تړلې ده۔ هغه ووئيل د كال 1947ء نه تر 2008ء د 6 ټریلین رو??و قرضې واخستې شوې٬ په دغه رقم مونږ پوځ مضبوط كړو ، ګوادر ښار مو واخست ٬ اسلام آباد ښار مو جوړ كړو٬ مونږ اتومي طاقت جوړ شؤ٬ د كال 2008ء نه تر 2018ء د 23 ټریلین رو??و قرضې واخستې شوې۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت له په 5 كاله كښې د دغه خلكو اخستې شوې د 55 اربه ډالرو قرضه بېرته وركول دي ٬ تر دې دمه مونږ 32 اربه ډالره قرضه بېرته وركړې ده۔هغه ووئيل نن په هېواد كښې ګراني د دغه خلكو د لاسه ده ٬ مونږ دوئي نظر انداز كولې نه شؤ۔