سرینګر۔6جنوری(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي كشمير كښې د جنورۍ په 6 مه ??ېټه ??ال 1993ء كښې د هندي ځواكونو د لاسه په سوپور كښې د كشميري وګړو د عامې وژنې پېښې 29 كاله مودې تېرېدو باوجود تراخه يادونه د خلكو ??ه ذهنونو كښې نن هم تازه دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې په 1993 كښې په دې ورځ په سوپور كښې ناترڅه ډزې كولو سره هندي ځواكونو د 60 نه زيات بې ګناه كشميري وكړي شهيد كړي او د 350 نه زياتې كورونه او ودكانونه ئې سوزلي وو۔ ځپلې كورنۍ نن هم انصاف ته سترګې په لاره دي او د دوئي د مينه والو وژونكي نن هم آزاد ګرځي۔ يو 45 كلن طارق احمد كنجوال چې دغه مه??ل د 20 كالو وو او دا پېښه ئې په خپلو سترګو ليدلې وه ووئيل په يو وكان كښې د يو سړي سوزېدونكې تصوير ما هر وخت پرېشانه ساتي۔ هغه ووئيل ما وليدل چې د هغه سر د اور په لمبو كښې وو او د بي اېس اېف افسر خپلو عسكرو ته وئيل دې په ګولۍ مه ??ولۍ دې به پخپله مړشي۔طارق ته دا هم ياد دي چې څنګه د شاهين سټوډيو مالك شاهين او د هغه اسسټنټ په دكان كښې دننه سوزلې شوې وو۔ په ټائم مېګزين كښې د سوپور په عامه ??ژنه د ”Blood Tide Rising” په سرخط يو رپورټ هم شائع شوې وو