اسلام آ??اد 05 جنوري (اے پي پي) پاكستان او د خليج مرستې كونسل په 31 مارچ آزادانه تجارت لوظ نامه لاس ليك كولو او اقتصادي شراكتداري جوړولو ته سلا شول٬د جوائنټ وركنګ ګروپس جوړولو او فوكل پرنس نامزد كولو پريكړه وشوه۔په دې لړ كښې د شور?? په ورځ خليج مرستې كونسل جنرل سېكرټري نائف بن فلاح الحجراب او د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ترمينځه خبرې اترې شوي۔د دې نه پس د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل چې د پاكستان او خليج مرستې كونسل ترمينځه رابطو زياتولو له د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې په موقع چې كومې خبرې شوې وې نن هغې له عملي شكل وركړی شو۔خارجه وزير ووئيل ما د خليج مرستې كونسل جنرل سېكرټري د افغانستان او مقبوضه كشمير صو??تحال ا?? په هند كښې د اقليتونو سره د سلوك په حقله خبر كړې۔د خليج مرستې كونسل جنرل سېكرټري نائف بن فلاح الخجراب په دې موقع ووئيل خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كوم چا چې ما له د ملاقات موقع راكړه او مونږ د اتلس ورځو څخه هم كمه موده كښې بيا ملاقات وكړو۔د دې څخه وړاندې مونږ د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډې په موقع په اسلام آ??اد ګښې ملاقات كړې و٬چې پكښې ټولو اسلامي هېوادونو د دې خبرې لوظ كړې و چې مونږ ټول به په ګډه د افغانانو مرس??ې لپاره اقدامات كوو۔ده ووئيل نړيوالې وروورلۍ روډ مېپ وضعه كړې چې څه ډول به د افغانانو مرسته كولې شي