اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د سارك عم??مي سېكتر ايسالا رووان ويراکون (نن) د شورو په ورځ پاكستان ته په دوه ورځنۍ دوره راځي۔ په مارچ كال 2020 كښې د عم??مي سېكتر ذمه وارۍ ترلاسه كو??و نه پس دا د ھغه د پاكستان وړومبۍ دوره ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د سارك عم??مي سېكتر به وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاہ محمود قرېشي نه علاوه نورو لوړو پورو سره هم ملاقات كوي۔ دا دوره د سارك د مقاصدو او اصولو پحقله د پاكستان د عزم پخلې كول٬ سارك سره د مرستې په بېلا بېلو اړخونو نظر شريكول او په منطقه كښې امن٬ سلامتيا او پرمختګ ته وده وركولو لپاره د پاکستان د ستړو رامخې ته كولو يوه موقع ده۔ د سارك د مؤسس غړي په حېث پاكستان د تنظيم د مقاصدو مخ په وړاندې بوتللو بشپړه عزم لري۔ پاکستان په منطقه كښې مرسته٬ شريك باور٬ اقتصادي انضمام او سماجي او كلتوري پرمختګ لپاره د سارك مقاصد ترلاسه كولو كښې اهم كردا?? لوبولې دې