اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه مح??ود قرېشي وئيلي دي چې د پاكستان معاشي استحكام لپاره د اقتصادي سفارتكارۍ د لارې به هڅې كاروو ، زمونږ د فعاله خارجه پاليسۍ په سبب نن پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د پام مركز جوړ شوے دے۔ دا خبرې خارجه وزير د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د لوړې كچې غ??نډې مشرۍ په مهال وكړې ۔ خاص خارجه سېكتر رضا بشير تارړ او د خارجه وزارت لوړ پورو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې لوي څښتن پاكستان له په نړيواله كچه كاميابي وركړې۔ وفاقي وزير د او آئي سي د خارجه وزيروانو ?? كونسل د غېر معمولي غونډې په مهال په لنډ وخت كښې د بهترين انتظاماتو ستائنه كولو سره د خارجه سېكتر او د وزارت ټولې ډلې له مباركي وركړه۔ ده ووئيل بهترين سفارت لپاره معاشي خودانحصاري ډېر اهميت لري٬ د پاكستان معاشي استحكام لپاره د اقتصادي سفارتكارۍ د لارې به هڅې كاروو ۔ شاه مح??ود قرېشي ووئيل پاكستان راروان كال مارچ كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو ?? كونسل 48مې غ??نډې كوربتوب لپاره چمتو دے۔ مخدوم شاه مح??ود قرېشي ووئيل ماته د قابل س??ل سرونټس او د سفيرانو ?? ډلې په مشري كولو وياړ دے۔