اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي مولانا فضل الرحمانبې وخته شپېلۍ ??ږوي او اورېدونكې هېڅوك نشته٬ لاريون او احتجاج كول د اپوزيشن حق دے خو مولانا فضل الرحمان دا هڅه كوي چې موجوده نظام ختم شي او د دوي ځائ بيا راپېدا شي، مولانا صيب دې حوصله ولري او ??پل ګس او ښي اړخ ته دې اوګوري٬ ھغوي يواځې ناست دي،23 مارچ به هم راشي٬ مولانا صېب وړاندې هم څو ځله نيټې او لائحه بدله كړې ۔ د ګل په ورځ د مولانا فضل الرحمان د خبري كنفرنس په غبرګون ??فاقي وزير ووئيل پي ډي اېم په 23 مارچ اسلام آباد پلو د مارچ اشاره كړې ، ٬ مولانا صېب وړاندې هم څو ځله نيټه او لائحه بدله كړې ٬ دا نيټه به هم حتمي نه وي۔ده ووئيل مارچ او احتجاج كول د اپوزيشن حق دے، وزيراعظم عمران خان هم وئيلي دي د اپوزيشن كار تنقيد كول دي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان دا هڅه كوي چې موجوده نظام ختم شي ځكهچې ھغه د دې نظام برخه نه دے، نواز شريف او مريم نواز ځكه د مولانا فضل الرحمان سره تر نظره كېږي چې ھغوي هم د دې نظام برخه نه دي۔ ده ووئيل كوم خلق چې په نوي نظام كښې دي ھغوي د دغې ډول لائحه مرسته نه كوي، په نننۍ غونډه كښې هم په پارلمان كښې د دننه ګوندونو او شخصيات نكته نظر د بهر كسانو څخه مختلف ؤ ، ده ووئېل د مولانا فضل الرحمان خبرې به ټائيں ټائيں فش ثبوت شي، پي ډي اېم ??پل طبعي عمر ترسره كړے٬ پنجاب كښې د ځائي حكومتنو انتخابات كېدونكې دي٬ په خېبر پښتونخوا كښې په 19م دسمبر كېدونكې دي، د دې نه پس به راتلونكے كال ??پل اخري بجټ وړاندې كوٶ او د دغې نه پس به هېواد كښې ټولټانكې كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل هيله لرو چې د پي ډي اېم نور شامل ګوندونه به مولانا فضل الرحمان څخه د سيالكوټ د پېښې پحقله په غېر ذمه واره بيان تپوس وكړي٬ مولانا فضل الرحمان د غېر ذمه وارۍ ثبوت وړاندې كولو سره د دې ناوره پېښې د تحفظ هڅه كړې۔د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل 23 مارچ د پاكستاني قام لپاره مهمه ورځ ده٬ دا د قامونو يو بل څخه د جلا كولو ورځ نه ده٬ 23 مارچ به هم راشي٬ تاسو هم دلته ئې٬ مونږ به هم دلته يو