اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د غربت كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئېلي دي احساس د هېواد تر ټولو لويې د سماجي تحفظ پر??ګر??م دے٬د احساس د سيوري لاندې مختلف پر??ګر??مونه پېل كړی شوي ٬د عطيات جمع كولو يو ن??ې طريقه به كار پېل كولې شي چې له مخې به عام وګړي هم په دې كار خېر كښې برخه اخستلې شي۔د جمعې په ورځ نېشنل يونيورسټي آف سائنس او ټېكنالوجي(نسټ)كښې د احساس د لارې د غريبۍ ختمولو او د وګړو خپلواكه كولو به سرخط سېمينار ته وېنا كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل احساس پر??ګر??م د وزيراعظم د نيا پاكستان وژن له مخې ترتيب كړی شوې۔د احساس د سيوري لاندې بېل پر??ګر??مونه پېل كړی شوي٬ځينې پر??ګر??مو??ه د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ او ځينې په بشپړه توګه د حكومت د اړخه پیل كړی شوي۔دې ووئيل د دې نه علاوه ستاره ماركيټ كښې ون ونډو سنټر جوړ كړی شوې دغسې چې ټولو طبقو له د يو چت لاندې ټولې آسانۍ وركړی شي۔د دې نه علاوه د احساس له مخې ټول هېواد كښې زده كوونكو له د 50 زره څخه زياتې وظيفې وركړی شوي۔دې ووئيل د كووېډ په مهال د ځپليو مرستې لپاره مر??زونه جوړ كړی شوي چرته چې ضرورت مندو كسانو ته نغده مرسته وركړی شوي۔ په دې كښې هغه دوه كسان هم شامل وو د كومو كاروبار چې د كووډ په سبب زيات ځپلې شوې۔د دې نه وړاندې په خپلو خبرو كښې د نسټ رېكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري احساس سود مند او د سماجي تحفظ پر??ګر??م كرځولو سره ووئيل چې د دې پر??ګر??م ترمخه د كوم امتياز نه غېر د خلكو مرسته كېږي۔ده ووئيل په نسټ كښې د 600 نه زياتو طالبعلمانو د احساس سكالرشپ ترمخه تعليم ترلاسه كړې۔