پېنډۍ11 نومبر (اے پي پي) د او آئي سي جمو و كشمير لپاره خاص استازي سفير يوسف الدوبے او د بشري چارو دوهم عمومي سېكتر اېمبيسيډر طارق علي بکېت د لائن آف كنټرول او آزاد جمو و كشمير د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال د وروڼو اسلامي هېوادونو سعودي عرب، مراکش، سوډان او د مالديپ پنځه كسيزه سينئر سفارت کارو پشمول د لوړې كچې پلاوي سره د مظفر ??باد دوره كړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې پلاوي د تھوتھا ريفيوجي کېمپ دوره وكړه چرته چې دوي مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو څخه د فرار كېدونكو وګړو سماجي او معاشي خېرښګړې لپاره د پورته كړې شوې پراخه اقداما??و په اړه خبر كړې شول۔پلاوي د ووکېشنل ټرېننګ سينټر هم دوره وكړه او كډوالو سره ئې خبرې اترې وكړې۔ د دې نه پس پلاوي د هند او پاکستان د ملګرو ملتونو ملټري آبزرور ډل?? (UNMOGIP) سره ملاقات وكړې كوم كښې چې دوي د لائن آف كنټرول او په روانه وضعه كښې د امنيتي مانيټرنګ مېكنزم څخه خبر كړې شول