اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د غربت تخفيف او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې د احساس راشن پر??ګرام پ?? بل پړاٶ كښې به پټرول او سره هم شامله شي،د 31 زره روپو څخه د مياشتې كم آمدن لرونكې سركاري ملازمان او بهر هېوادونو كښې كار كونكې خوارې كښ طبقه به هم د احساس راشن پر??ګرام لپاره اهل وي۔ د زيارت په ورځ په پاك چائنا فرئنډ شپ سنټر كښې په پرېس انفارمېشن ډيپارټم??ټ كښې د خزانې سلاحكار وياند مزمل اسلم سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل آئي اېم اېف دا علم لري چې دا پر??ګرام سپېځلې، منظم او په ډيجيټل انداز كښې د افراط زر په تناظر كښې د اولس مرستې لپاره پې?? كړې شوې دې، د پر??ګرام په دې لړ كښې آئي اېم اېف سره په يو پېج يو۔ دې ووئيل د احساس پر??ګرام له مخې يو نوې پېروګرام پې?? كوٶ چې نامه به ئې احساس راشن وي او د دې پر??ګرام څخه مستفيد كېدونكي به د خپل موبائل فون د لارې اېپ ډاٶن لوډ كولو سره شاملېدې شي او مستحق كسان به په دوه پړاٶنو راتېرېږي يو خو به د شناختي كارډ د لارې تصديق كولې شي او بله دا د مستحقينو په موبائل به كوډ لېږلې شي، د كريانه سټور يا يوټيليټي سټور به د دې تصديق نه پس خوراكي څيزونه وركوي دوي ته به اوړه٬ چيني٬ غوړي او د خوراكي تېلو سهولت ترلاسه كولې شي٬ د كوډ به باقاعده تصديق كولې شي او د دې نه پس به مستحق كس ته حتمي پېغام په موبائل راځي٬ آن لائن رجسټرېشن لپاره به رجسټريشن پورټل پرانستلې شي چې پكښې به د مستحقينو د رجسټرېشن عمل كېږي۔ دې ووئيل چې په رجسټريشن پورټل كښې د ګاډو٬ موټر سائيكل او موبائل فونز تفصيلات هم راځي ۔ هره كورنۍ به زر روپۍ په مياشتنۍ توګه ريليف ترلاسه كولې شي