اسلام آباد 01 نومبر(اے پی پی)د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار شهزاد اكبر وئېلي دي وړومبے د نېب آرډيننس څخه دا تاثر رامخې ته شوے ؤ چې د مني لانډرنګ كيسونه به د نېب اختيار نه وي ٬خو په ??وي ترميمي آرډيننس كښې دا سپيناوے شوے چې مني لانډرنګ كيسونه به د نېب په اختيار كښې وي٬د ??وي آرډيننس سره به نېب پراسيكي??شن ګړندے شي او كيسونه به زر تر زره منطقي انجام ته رسي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د حكومت او كالعدم ګوند ترمينځه چارې تر سره شوي٬د مظاهرچيانو د اړخه احتجاج ختمول او په ښارونو كښې د لارو خلاصول خوشبينه دي ٬وړاندې به هم چارې د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې بوتللې شي٬كومه كمېټي چې دا معاملات حل كوي هغه د لوظ نامې په حقله ښه وئېلې شي۔هيله ده چې په سباؤن كښې به دا ډول حالات بيا رامخې ته نه شي۔بېرسټر شهزاد اكبر ووئيل د نېب قوانين په اړه كاروباري كسان٬بيوروكريسي او مېډيا هم ګيلې لرلې٬د نېب په پلټنو او ټرائل به ډېر وخت لګېدو۔ ده ووئېل د ??وي نېب ترميمي آرډيننس راوړلو مقصد دا ??ے چې د نېب د كار رفتار تند شي٬د ??وي ترميمي آرډيننس سره به د نېب پراسيكي??شن كښې تندي راشي او كيسونه به زر تر زره تر منطقي انجام ورسي