اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان سركاري زمكې د قبضه ګرو څخه اغستلو او د احتساب عمل په تندولو زور رواړلو سره وئيلي دي د انصاف عمل ګړندے او سپېځلے پكار وي٬ د تجاوزات لرې كولو په وخت بې وزله كسانو له متبادل ځاے خامخا وركړئ، د آزاد ک??مي?? سركاري زمكې د قبضه ګرو څخه واخلئ او په دې ځنګلات نال كړئ، د سېلګرۍ ودې لپاره د اسانيو وركولو سره سره ځنګلونه لوي اهميت لرې۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ک??مي?? ډويلپمنټ پيکيج په اړه غونډه نن د جمعې په ورځ شوې چې پكښې وفاقي وزير علي امين ګنډا پور، د خزانې سلاحكار شوکت فياض ترين، د آزاد ک??مي?? وزيرِاعظم سردار عبدالقيوم نيازي، د ازاد ك??مي?? د خزانې وزيرِ عبدالماجد خان او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ک??مي?? ډوېلپمنټ پېكېج كښې په مجوزه منصوبو او د دغې په لښګت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د دې نه علاوه غونډه په روانو پرمختيائي منصوبو او د حكومت لخوا د انتظامي اصلاحاتو پحقله هم خبر كړې شوه چې پكښې مهمې سترې لارې٬ پلونه او ټنلز جورول شامل دي۔ غونډې ته ووئيل شول د انفراسټركچر بهترۍ سره به سېلګري وده ومومي او دې سره سره به تګ راتګ كښې هم اسانۍ راپېدا شي، په پيکيج كښې د شهري انتظامي چارو په اړه منصوبې هم شاملې دي، په ښاريو كښې د خزلې ??ائ ته رسولو لپاره اقدامات شوي ٬ په ابتدائي مياشتو كښې نه يواځې د تجاوزاتو په ضد عمليات شوي بلكې 1200 ټنه خزله هم تلف كړې شوې۔ بريفنګ كښې ووئېل شول د توان څانګې سره سره پېكېج كښې سېلګرۍ خاص اهميت لري ٬ د سېلګرۍ ځايونه په ګوته كولو سره به دغه ځايونه سترو ل??رو سره تړلې شي ٬ دغلته د سكي ريساړت جوړولو لپاره ځايونه هم په ګوته كړې شوي۔ د تفصيلي بريفنګ په مهال ووئيل شول په پېكج كښې د بنيادي ص??ت آسانيو ل?? ښه كولو او د تعليم څانګې لپاره هم بلخه پيسې اېښودلې شوي دي دغسې د سكولونو كالجونو لپاره د بنيادي آسانيو وركړه هم د پېكج برخه ده۔ وفاقي حكومت د سماجي تحفط منصوبو ٬ صحت كارډ ٬ د ځوانانو روزګار، د كروندګرو معاونت او د كم لګښت استوګنو وركولو دائره تر ك??مي?? د پراخه كولو منصوبه هم لري۔ په دې موقع و??يراعظم سركاري زمكې د قبضه ګرو څخه په اغستو او د احتساب عمل په تندولو زور رواړلو سره ووئيل د انصاف عمل دې ګړندے او سپېځلے وي٬ د تجاوزات لرې كولو په وخت بې وزله كسانو له متبادل ځاے خامخا وركړئ ۔ده ووئېل د آزاد ک??مي?? سركاري زمكې د قبضه ګرو څخه واخلئ او پرې ځنګلې نال كړئ ، د سېلګرۍ ودې لپاره د اسانيو سره سره ځنګلونه ډېر اهميت لري