پېنډۍ 25 اکتوبر (اے پي پي) آرمي چيف جنرال قمر جاوېد باجوه سره پاکستان كښې د ك??نا??ا هائي كمشنرې وېنډي ګلمور د ګل په ورځ په جي ا??چ كيو كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته، د مجموعي سيمه ايز صورتحال پشمول په افغانستان كښې په امن او استحکام د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي ا??س پي آر له مخې د ملاقات په مهال سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاکستان ك??نا??ا سره د دوه اړخيزه اړيكو روايت په ځائ ساتلو سره د اوږدې مودې او ګڼ اړخيزه او د پائيدار اړيكو خواهش لري۔ سرلښكر د دې خبرې پخلې و??ړو چې په افغانستان كښې په نړيواله كچه همكارۍ ته اړتيا ده دغسې چې د افغانانو معاشي پرمختګ لپاره د كوټلې هلو ځلو د لارې په ګډه د انساني بحران څخه وساتلې شو۔د ك??نا??ا هائي کمشنرې د افغانستان په صورتحال او په خاص توګه د انخلاء په عمل كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ښه اړيكو لپاره كار روان ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه