اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير سید علی حیدر زیدی وئيلي دي عرا?? ته د تلونكو غریبو زائرينو لپاره د سمندري بيړۍ سروس په پ??ل كولو غور رو??ن دے۔د جمعې په ورځ وفاقی وزير سره د عراق سف??ر حامد عباس لفټانے ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان اوعراق د ورورولۍ په اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال علی زیدی ووئيل هر كال پاکستان څخه ګڼ زائرين عراق كښې د مقدسو ځايونو زيارت له ځي۔ مونږ سباؤن كښې هم د عراق سره د بشپړه مرستي منتظر يو۔ده د آئی اېم او په ټاكنو كښې د پاکستان په مرسته د عراق سف??ر مننه وكړه۔ علی زیدی ووئيل مونږ كم آمدن لرونكو او غریبو زائرينو لپاره پاکستان څخه تر عراق د سمندري بيړۍ چلولو اراده لرو، دغسې د عراق سف??ر په دې لړ كښې د آسانيو باور وركړو۔دغسې ملاقات كښې د پاکستان او عراق ترمينځه د يو مفاهم لاس ليك كولو ته هم صلاح يوه شوه