اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د پا??ستان س??ير منصور احمد خان وئېلي دي د هندۍ مېډيا او سوشل وېب پاڼو د اړخه د پا??ستان په ضد ډنډوره بې بنسټه ده٬دا د حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري٬پاكستان په افغانستان كښې په هېڅ ډول مداخله نه كوي خو پا??ستان به ??ه افغانستان كښې د امن راوستلو لپاره د افغانستان س??اسي او سفارتي مرسته روانه ساتي٬دا وخت زمونږ پا?? په افغانستان كښې كومې ډن??ورې ته نه بلكې د رېليف كارونو ته دے۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل ته مركه كښې ده ووئيل د افغانستان په حقله د پا??ستان پوزېشن بيخي څرګند دے او د وزيراعظم عمران خان پرله پسې دا موقف پاتې شوے چې افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري بلكې د دې حل سياسي دے۔پاكستان اوس هم په خپل موقف ولاړ دے٬مونږ په افغانستان كښې مستحكم حكومت ليدل غواړو٬د پنج شېر مسئله وي يا كومه بله چاره دا د افغانستان كورنۍ معامله ده۔د پا??ستان په دې كښې هېڅ مداخله نشته٬ده ووئيل پا??ستان د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د تېرو 40 كالو روان جنګ خاتمې٬د سياسي سولې د لارې د ټولو قوميتونو شريك حكومت جوړولو٬د بشري او د مېرمنو د حقونو احترام سره په نړيوال قوانين زور راوړي۔ده ووئيل د پا??ستان د افغان امن عمل مخ په وړاندې بوتللو په اړه د هلو ځلو په نړيواله كچه ډاډګيرنه شوې او پا??ستان به بيا هم په منطقه كښې امن لپاره خپل ذمه وار كردار ترسره كوي۔د پا??ستان س??ير ووئيل افغانستان كښې د خوراك د كمي اندېښنه ده او د راروان ژمي په سبب خلك د لا ستونزو سره مخ كېدے شي ځكه زمونږ ټوله پا?? لرنه د رېليف كارونو ته ده