اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سپارښتنه كړې چې په محرم الحرام كښې د امن او امان صورتحال باوري او د مذهبونو همغږۍ زياتولو لپاره ګامونه پورته كړئ ٬امن او امان برقرار ساتلو لپار?? به سول آرمډ فورسز تعينات كولې شي۔د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزار?? لخوا ??اري شوي بيان له مخې د داخله وزير شېخ رشيد احمد په مشرۍ كښې د محرم الحرام په مهال د امن او امان په اړه په داخله وزارت كښې خاص غونډه وشوه۔په غونډه كښې د وفاقي حكومت٬پنجاب ٬بلوچستان٬سندھ٬جمو او كشمير او د ګلګت بلتستان قانون نافذ كوونكو ادارو نمائندګانو او داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر هم ګډون كولو۔داخله وزير غونډې ته د وېنا كولو په مهال سپارښتنه وكړه چې د محرم الحرام مقدس مياشت كښې امن په هر صورت باوري كړئ ٬وفاقي حكومت به د امن او امان په اړه ټول وسائل او آسانۍ وركوي٬امن برقرار ساتلو لپار?? به د انتظامې مرستې لپاره سول آرمډ فورسز تعينات كولې شي۔ده ووئيل د حساس سيمو امنيت لپار?? به خاص اقدامات كولې شي۔داخله وزير ووئيل د امن او امان انتظامات جاج اخ??تو لپاره د صوبائي سر ښارونو دوره هم كوم۔ده ووئيل د محرم په مهال دې د مذهبي همغږۍ ودې لپاره ګامونه پورته كړې شي