اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د ژورو او تاريخي اړيكو لا مستحکمولو په ??اج?? زور راوړلو سره وئيلي دي په پاكستان كښې د تجارت، سرمايه کارۍ او توان په څانګو كښې پراخه موقعي شته ، د سعودي عرب په پرمختګ كښې د پاکستانيانو كردار د ستائني وړ دے ، د کووډ په اړه د مزل بنديز??نو په وجه سعودي عرب كښې د كار كوونكو پاکستانيانو په وخت راستنولو له به ګامونه پورته كولې شي۔ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي سعودي عرب خارجه وزير پرنس فيصل بن فرحان السعود د وزيرا??ظم عمران خان سره د نهي په ورځ ملاقات كړے ۔وزيرا??ظم د هغه تود هركلے كړے او د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه تاريخي او د ژورو اړيكو له ئې د عزم پخلے كړے ۔ وزيرا??ظم عمران خان په دې موقع خادمين الحرمين الشريفين شاہ سلم??ن بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيرا??ظم عمران خان په دې موقع مئي 2021ء د سعودي عرب د خپلي دوري ذكر هم وكړو چې پكښې د شوو پريكړو په رڼا كښې وزيرا??ظم د هغې په بيلو اړخ??نو رڼا اچولو سره ووئيل ??اج?? د دې خبري دے چې بيلو څانګو كښې اړېكو لا ښه كولو له به لاري لټولې شي۔ وزيرا??ظم په دې خبره زور راوړو چې معاشي اړخ ته ودي وركولو او تجارت ، سرمايه کاري او د توان په څانګو كښې مرستي لا زياتولو له به هر ممكن اقدامات كولې شي۔ وزيرا??ظم عمران خان د سعودي پاکستان سپريم کوآرډينېشن کونسل فعاليت په اړه د پورته كړو ګام??نو ستائلو سره ووئيل د سعودي عرب او د پاکستان اړيكو ښه والې له د تزويراتي اړخ تعين لپاره دا يو اعليٰ سطح مهم پليټ فارم دے ۔ وزيرا??ظم د سعودي عرب سوكالۍ او د دواړو هېواد??نو پرمختګ لپاره د پاکستانيانو مهم كردار وستائلو۔ ده ووئيل د اولس ترمينځه قوي رابطو سره دوه اړخيزه اړيكي لا ښه كيدې شي۔ وزيرا??ظم عمران خان د کووډ له امله د مزل بنديز??نو په اړه د پاکستان وګړو ته د پېښو ستونزو ذکر کولو سره ووئيل ??اج?? د دې خبري دے چې سعودي عرب كښې كار كوونكو پاکستانيانو بيرته راوستلو له دې په وخت ګامونه پورته كړې شي۔په دې موقع د دواړو هېواد??نو او سوئيلي اسياﺀ كښې د کووډ په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د افغانستان صورتحال په اړه وزيرا??ظم ووئيل افغانستان كښې بايد ټولي ډلي سياسي حل لپاره تعميري او مقصد لرونكې خبرې اتري وكړي۔په دې موقع د سعودي پلاوي په تود هركلي كولو د وزيرا??ظم مننه وكړه۔ پرنس فيصل ووئيل سعودي عرب پاکستان سره قوي اړيكي لري،دا اړيكي په ورورولۍ اډانه دي۔ده د وزيرا??ظم عمران خان او سعودي ولي عهد ستراتيجكي احکامات په رڼا كښې شريكې اړيكې لا مستحکمولو له د هر ممكن اقدامات كولو له د عزم پخلے وكړو