اسلام آباد16جولائي (اے پي پي)خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي تاشقند كښې د مېنځني او سوئيلي آسياء رابطه كنفرنس په موقع د كوېت خپل همڅنګ شېخ احمد ناصر المحمد ??لصباح سره د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ په بې??ا بې??و څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيلپاکستان او کوېت د مذهب او كلتور په بنياد د وورولۍ ژورې اړېكې لري٬ پاکستان جغرافيائي اقتصادي ترجيحات ته پام ګرځولے۔ شاہ محمود قرېشي ووئيلد پاکستان او کوېت تر مېنځه د تعليم، سائنس، ټيکنالوجي، کلتور او د فوډ سيکورټي په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو لپاره پراخه موقعې ??وج??د دي٬ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او کوېت ترمېنځه مرستې لپاره د شريك كمېسون جورولو په تجويز هم د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ او د دې شريك كمېشن مشري به د دواړو هېوادونو خارجه وزيران په ګډه كوي٬ دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او کوېت ترمېنځه د لوړې كچې روابطو ته د ودې وركولو په حاجت ه?? زور رواړو۔