تاشقند 15 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم ع??را?? خان د پاكستان او ازبكستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركولو لپاره د زيارت په ورځ د ازبكستان پاكستان بزنس فورم پرانسته كړې ۔د ازبكستان وزيراعظم عبدالله عارفيوف هم دستوره كښې ګډون او ??طا?? وكړو۔وزيراعظم ع??را?? خان په خپل ??طا?? كښې د ازبكستان سره د پاكستان٬تاريخ٬كلتور او روحاني رابطې رامخې ته كړی او د سيمې د لوي معيشت په توګه مينځنۍ ??سيا او د ازبكستان سره د رابطو لپاره د پاكستان د اړخه د وركړے كېدونكې اهميت ذكر يې وكړو۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د دواړه هېوادونه تجارتي او اقتصادي اړيكو ته وده وركړې شي ٬د 100 څخه د زياتو پاكستانو لويو كاروباري شخصياتو بزنس فورم كښې د ګډون ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د ازبك كاروباري شخصيات سره قوي شراكتدارۍ ته د ودې وركولو لباره دا لويه موقع ده۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو د بېلو كمپنو ترمينځه د ګڼ شمېره كاروب??رو?? لوظ نامو هركلے وكړو۔وزيراعظم په خاص توګه د رابطو د ودې په بنيادي اهميت زور راوړو او په دې لړ كښې يې د پاكستان د بندرځايونو د لارې رسنې ??ركولو لپاره د مرستې اهميت رامخې ته كړو۔وزيراعظم د ترمز٬مزار شريف٬كابل او پېښور تړونكې رېلوے منصوبې اهميت هم رامخې ته كړو۔ده ووئيل په خپلو كښې رابطو زياتولو لپاره په افغانستان كښې امن مهم دے۔ده د امن عمل مرستې لپاره د پاكستان په هڅو هم رڼا واچوله۔په بزنس فورم كښې د لويو برآمدي ادارو او د لاجسټك خذمات وركوونكو كمپنو نمائندګي كوونكو 100 څخه زياتو كاروباري شخصيات او سرمايه كارو ګډون كولو۔بزنس فورم د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د تجارت ودې٬ د كاروباري پلاويو ترمينځه د رابطو زياتولو٬تجارت او د سرمايه كارۍ نوو موقعو په ګوته كولو او كاروباري منصوبو كښې د نجي څانګې شاملولو لپاره راجوړ شوے ؤ