اسلام آباد 07جولائي (اے پي پي) مذ??بي همغږۍ او مېنځني ختيز لپاره خاص استازې او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي و??يل?? دي پاكستان زمونږ د ټولو هېواد دے٬ په پاکستان كښې اقليتونو ته د چا نه د ېرېدو حاجت نشته۔ مولانا حافظ محمد طاهر اشرفي د دې خيالاتو څرګندونه مېرمنو لپاره قامي كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان زمونږ د ټولو هېواد دے٬ په پاکستان كښې اقليتونو ته د چا نه د ېرېدو حاجت نشته٬آئين ټولو ته د برابرۍ حق وركوي۔ ده ووئيل پاكستان د بېلا بېلو مذ??بونو لرونكو هېواد دے، د مسلمانانوذمه واري ده چې د اقليتونو خيال وساتي۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل پاكستان كښې اقليتونو ته هېڅ خطر نشته٬ هم دا د بېن المذاهب او همغږۍ نظريه ده۔ مذ??بي همغږۍ او مېنځني ختيز لپاره خاص استازې او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل مونږ له په رويو كښې بدلان راوستل دي، بايد مونږ د ي?? بل خيال اوساتو۔ په دې موقع طاهر اشرفي ووئيل په كليسا بريد وشو نو د مدرسې كوچنيانو ژوبل شوو له وينه وركړه٬ كله چې په جومات بريد وشونو مسيحي ورورولۍ مسلمانانو له وينه وركړه٬ د لاهور په يوحناآباد بريد په وخت چې كوم ماشومان په مدرسه كښې وو سبق ئې پرېښودو او په بريد كښې ژوبل شوو له وينه وركولو لپاره لاړل۔ مذ??بي همغږۍ او مېنځني ختيز لپاره خاص استازې او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي ووئيل پاكستان جورولو كښې د ټولو مذ??بونو خلقو كردار لوبولے ۔ ده ووئيل ?? وزيراعظم عمران خان وژن له مخې مخ په وړاندې تګ كوٶ٬ مذ??ب٬ سياست٬ طاقت او د ي?? بل حقونه به هذف كولو له نه وركوٶ دغسې چې د پاكستان هر وګړےد خپلواكۍ سره ژوند وكړي۔ طاهر اشرفي ووئيل چا چې يو انسان قتل كړو ھغه كلهم انسانيت قتل كړو٬ چا چې دي يو كس ځان بچ كړو ھغه ټول انسانيت بچ كړو٬ زمونږ خوږ نبيۖ رحمت العالمين دے٬ د اسلام نه وړآندې به لوڼه ژوندۍ ښخولې شوې ٬ اسلام لور او مور ته اصل مقام وركړو٬ كله چې به خوږ نبيۖ مدينه منوره ته تللو نو وړومبے به لور سره ملاوېدو او په راستنېدو كښې به هم لور سره ملاوېدو۔ ده ووئيل ??سلام نه يوازې مېرمنو ته د پردې امر كوي بلكې ناريناٶ ته هم د نظر ټيټ ساتلو درس وركوي٬ په اسلام كښې مرد و زن دوارو لپاره تعليمات دي٬ جنت د مېندو د قدمونو لاندې دے او د خپلو مېندو د قدم لاندې جنت ولټوۍ٬ او كورودانيو سره ښه سلوك وساتۍ ۔ ده ووئيل ?? اسرا??يل?? بريدونو په مهال د فلسطين د مسيحي رورولۍ مننه كوٶ چا چې مسلمانانو لپاره دروازې خلاصې كړې دوي له ئې روژه ماتې هم وركړو او په كليسا كښې ئې عبادت ته هم پرېښودل۔ ده ووئيل څوك به د ناموس رسالتۖ قانون ذاتي معاملو لپاره استعمال ته پرې نه ږدو٬ اسلام د مذ??ب په جبر د بدلولو اجازه نه وركوي٬ اسلام د محبت، رواداري ، ورورولۍ او مينې نوم دے٬٫ د ي?? بل د مقدس ځايونو احترام پكار دے۔ ده ووئيل په سوشل ميډيا د څيزونو شيئر كولو نه وړاندې لوستل پكار دي۔ طاهر اشرفي ووئيل په افغانستان كښې امن غواړو٬په افغانستان كښې امن د پاکستان امن دے۔ مونږ به خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د استعمال اجازه ورنه كړو۔ ده ووئيل محرم الحرام راروان دې مونږ د امن كمېټۍ توثيق هم كوٶ او فعاله كوٶ ئ٬ مونږ له ا?? بل برداشت كول پكار دي٬ د رياست د ذمه وارۍ په توګه د اقليتونو تحفظ د مسلمانانو او د حكومت ذمه واري ده٬ يو مذ??ب هم د بل د مقدس ځايونو د توهين اجازه نه وركوي٬ مونږ ټولو له پاكستان مستحكم كول دي۔ ده ووئيل ??سلام مېرمنو ته د وراثت حقوق وركړي٬ په تاسو كښې غوره ھغه دې څوك چې غوره سوچ لري٬ او د خپل كور خلقو سره حسن سلوك ساتي٬ وراثت حق دے، د خور٬ لور خيال ساتل پكار دي٬ د وراثت قوانينو پحقله اسلامي احكامات بيخي واضح دي٬ ده ووئيل ?? امن مشن سره به مونږ مخ په وړاندې تګ كول دي