اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجر??ني سره د قومي اح??ساب بېورو (نېب) چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال د ګل په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے او د سېنېټ چيئرمېن ته ئې د نېب كلن رپورټ (2020) وړاندې كړے۔ جسټس (ر) جاوېد اقبال د سېنېټ چيئرمېن هېواد كښی د روان اح??سابي عمل په اړه خبرولو كښې ووئيل هېواد كښې د اح??ساب عمل زيات سپېځلے او فعاله جوړولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجر??ني ووئيل د اح??ساب په عمل كښې دې سپېځلتيا په هر حال په ځاې وساتلې شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې د اح??سابي عمل په بهانه د تاجرانو او سرمايه كارو د ځورولو تاثر دې لرې كړی شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كرپشن ختمولو سره به سوداګرې ورورولۍ ته په زړه پورې چاپېرچل ترلاسه شي چې ??رسره به ه??واد كښې تجارت او سرمايه كاري وده وكړي۔ د نېب چيئرمېن ووئيل د پارليم??ني غړو ٬ اړوندو همكارانو او كاروباري ډلو لخوا به د غوره وړاندېزونو هركلے كولے شي۔ هغه ووئيل د اح??ساب عمل نه بايد څوك يره ونه لري۔ د قامي اح??ساب بېورو ايجنډا د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له په زړه پورې او د كرپشن نه پاك چاپېرچل رامخې ته كول دي۔