اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت په قبائيلي ضلعو كښې امن٬ پرمختګ او د سوكالۍ عزم لري، وزيراعظم د پخوانې فاټا ضلعو كښې د صنعت كارۍ په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو امر كړے۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پخوانې فاټا سيمو د انډسټريز استازو غونډې ته كړي ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران پروېز خ??ك، مخدوم خسرو بختيار، صلاحكار عبدالرزاق دائود، خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد هم ګډون كولو۔ د خزانې وزير ګډون كوٶنكو ته ووئيل پخوانو قبائيلي ضلعو كښې امن٬ پرمختګ او سوكالي ګرد هېواد لپاره ضروري ده۔ ده ووئيل صنعتونه د هرې سيمې پرمختګ كښې مركزي كردار لوبوي او وزيراعظم په پ??وانو قبائيلي ضلعو كښې د صنعتونو جوړو??و په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو له واضح امر كړے ?? د وزيراع??م هدايات له مخې په غونډه كښې د ټولو اړوندو وزارتونو او څانګو نمائندګان موجود وو۔ د خزانې وزير ووئيل فاټا كښې صنعتونه جوړو??و په لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به زه د صنعت نمائندګانو سره په باضابطه او په باقاعده بنيادونو ملاقات كوم۔ د خزانې وزير د اېف بي آر چيئرمېن پشمول ټولو اړوندو څانګو او وزارتونو ته په پ??وانۍ فاټا كښې صنعت كارۍ كښې د رامخې ته شوو خنډانو لرې كولو او په دې لړ كښې په راتلونكې غونډه كښې د راپور وړاندې كولو امر وكړو٬ په دې موقع د پخوانۍ فاتا انډسټريز نمائندګانو د رامخې ته شوو خنډانو خاتمې لپاره په امر او لارښوونه كولو د خزانې د وزير مننه وكړه