لاهور 06 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د ټولې نړۍ په شان پاكستان هم د ماحولياتي بدل??ن ??ختو خطرو سره مخ دے چې په سبب ئې د اوبو د كمي په شان ستونزې رامخې ته كېږي، بايد په ??وب?? ك??ې د اوبو د تقسيم معامله په پارلمان ك??ې د افهام او تفهيم د لارې حل كړې شي. په لاهور كښې علامه اقبال ﴿رح﴾ په مزار د حاضرې نه پس مېډيا سره په خبرو ك??ې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د ګلوبل وارمنګ سختو خطرو سره مخ دي. ده ووئيل چې د حكومت د بلين ټري سونامي پروژه روانه ده، دې سره به ماحولياتي الودګي كمه شي. ده ووئيل چې مونږ ته به راتلونكو نسلونو لپاره ونې كرل وي. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې د اسمبلۍ تقدس بحال كړو، بايد حكومت او اپوزيشن د يو ب ل د نقطه نظر احترام وكړي.