اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د خزانې ??زير شوكت ترين سره د پاكستان ټېكسټائل اېكسپورټرز اېسوسي اېشن پلاوي د جمعې په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال ?? وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد او د وزيراعظم خاص مرستيال ډا??ټر وقار مسعود هم موجود وو. د خزانې ??زارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د اېسوسي اېشن سرپرست اعلٰی خرم مختار د كووډ- 19 وبا په مهال ?? كاروباري ټولنې او برآمد كوونكو اسانې ??پاره د حكومت د اقداماتو ستائنه وكړه. ده د اېف بي آر د ريفنډ د ادائيګۍ د مكمل كمپيوټرائزډ نظام هم ستائنه وكړه. د خزانې ??زير ووئيل حكومت كاروباري او تجارتي ټولنې سره په قومي شركت باور لري. ده ووئيل د هېواد په برآمدات كښې د اضافې شرح زياتولو لپاره دې اقدامات وكړے شي. ده پلاوي ته له خپلې خوا د مرستې باور هم وركړو