اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په ښار امن برقرار ساتلو لپاره به په هر څيز نظر ساتلے شي، د كېمرو د لارې به د اسلام آباد د داخلي لارو سخته څارنه كولې شي، د سوله ايز احتجاج اجازت دے. د ??ورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان ??ه مخې وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د ټ??كنو كميشن په وړاندې د پي ډي اېم احتجاج په موقع وكړې. په دې صورتحال كښې د كورنيو چارو وزارت كښې كنټرول روم جوړ كړے شو. د ??ورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد په خپله د صورتحال مانېټر كولو پرېكړه كړې. شېخ رشيد د كورنيو چارو سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر سره يو ځاے د كنټرول روم دوره وكړه او دوي په كنټرول روم كښې د اسانيو جاج واخست. د ??نټرول روم څخه به اسلام آباد مانېټر كولے شي. په دې موقع وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په ښار كښې امن او امان په ځاے ساتلو لپاره به په هر څيز نظر ساتلے شي، د كېمرو د لارې به د اسلام آباد د داخلي لارو سخته څارنه كولې شي، د سوله ايز احتجاج اجازت دے. ده ووئيل په شاهراه دستور په وړومبي ځل اجازه وركړې شوې، هيله ده چې پي ډي اېم به د ټ??كنو كميشن په وړاندې احتجاج سوله ايز اوساتي