اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د خالي ??ه ورځ د کوئټې دوره وكړه او د مچھ پېښې د شهيدانو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر امان الله یاسین زئی ، وزیر اعلیٰ جام کمال خان ،وفا??ی وزيرانو شیخ رشید احمد، سید علی زیدی، علی امېن ګنډاپور، خا?? مرستيال سید ذولفقار عباس بخاری، د قومی اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوری، صوبائي وزير ضیا لانګو، کم??نډ?? سدرن کمانډ لیفټیننټ جنرال سرفرازعلی،د بلوچستان پوليس آئی جی محسن حسن بټ، چیف سیکرټری کیپټن (ر) فضیل اصغر او اعلی سول او عسکری چارواكي هم موجود ؤ ۔د مجه پېښې د شهيدانو كورنيو وزیراعظم عمران خان د خپلو ستونزو څخه خبر كړو او هغه ته ئې د خپلو شهیدانو په اړه ووئيل۔ وزیراعظم عمران خان په خپلو خبرو كښې ووئيل زه د هزاره ورورولۍ د ستونزو څخه خبر يم او د هغوي سره شوې لوظونه به ترسره كولې شي۔ په وړومبي ځل كوم حک??مت په تحریری توګه د هزاره ورورولۍ غوښتنې منلې دي، د ځپلې شوي كسانو به پھ زړه پورې خيال ساتلې شي۔ د ځپليو كورنيو د اړخه خپلو كورنيو او هزاره ورورولۍ ته پېښې مسئلې په بیانولو وزیراعظم ووئيل حک??مت به د ځپليو هر ډول خيال ساتي او دا ځل به صورتحال بالكل مختلف وي، او ټول لوظونه به پوره كولې شي۔