اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د هائي كورټ احكاماتو باوجود د پي ډي اېم د ملتان جلسه كول د عدالت د توهين ارتكاب دے۔ د پی ډی اېم جلسې منتظمینو او مشرانو په ضد اېف آئي آر درج كولے شي۔ د کورونا وائرس دويمې سختې چپې له امله ګرد هېواد كښې په لاريونونو بندېز دے۔ پي ډي اېم اوس د لاهور اولسي غونډې خبرې كوي د هغوي مخ?? به نه نيولې كېږي خو په ضد به ئې قانوني كا??روائي ضرور كولې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كا??ينې غونډې نه وروستو د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان سره په ګډه م??ډيا ته بريفنګ كښې سېنېټر شبلي فراز ووئيل د اسلام آباد هائیکورټ او اېن سی او سی سپارښتنو په رڼا كښې ګرد هېواد كښې په جلسه جلوسونو بندېز دے ??لې د دې باوجود اپوزيشن د پي ډي اېم پلېټ فارم نه م??تان كښې دويمه جلسه كړې ۔ هغه ووئيل د ملتان اولس مننه كوو٬ د 25 لكه ودانۍ سيمې څخه د يو څو زره كسانو اولسي غونډه كښې ګډون او سندھ نه راغلي 3 زره كسان دا په ډاګه كوي چې د پېښور نه پس د ملتان اولس هم پي ډي اېم مسترد كړے۔ هغه ووئيل د پي ټي آئي حكومت دې لاريونونوڅخه نه يرېږي۔ پي ټي آئي دومره لويې اولسي غونډې كړي چې ريكارډ ئې تر ننه مات شوے نه دے۔ هغه ووئيل كه اپوزيشن دغه رنګ كورونا نه د بچ كېدو اېس او پيز خلاف ورزي كوي نو كورونا به نوره هم خپره شي۔ هغه ووئيل ملتان كښې د پي ډي اېم اولسي غونډې منتظمينو او په دغه كښې د ګډون كوؤنكو لارښودو په ضد به م??دمې درج كولې شي ولې چې څوك هم د قانون او عدالتي حكومونو خلاف ورزي كوي په ضد به ئې كا??روائي ضرور كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د نواز شريف او شهباز شريف په شمول د مسلم ليګ (ن) مشرتابه سياست په دروغو اډانه دے۔ مريم نواز په ژوند كښې چرته ريښتيا وئيلې نه دي۔ هغه ووئيل اسحاق ډار ته څه ضرورت ؤ چې هغه هارډ ټاك شو كښې نواز شريف ته په مجرم وئيلو مجبور ؤ۔ د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل د کورونا وائرس وېکسين ترلاسه كولو ستراتيجي ٬ تګلاره ٬ افاديت ٬ د تحفظ كچه او د سېفټي په شمول په 7 نكاتو مشتمله تګلاره كا??ينې ته وړاندې كړې شوې ۔كابينې د دې اصولي منظوري وركړې ۔ ویکسین ترلاسه كولو له بېلې كمپنۍ شارټ لسټ كړې شوي۔ د وېكسين ترلاسه كولو عمل سپېځلے جوړولو له د كا??ينې سب كمېټۍ جوړولو سره سره د وېكسين ترلاسه كولو له د يو نه زياتو وسيلو كا??ولو هم پرېكړه شوې ده۔