اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د كورونا ريليف فنډ 4.8 اربه روپۍ مصرف كول د سپېځلتيا اعلٰي مثال دے. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګل په ورځ د وزيراعظم كورونا ريليف فنډ څارنې لپاره د جوړې كړې كمېټې غونډه وشوه. په غونډه كښې ?? فنډ د ا??تع??ال د تفصيلاتو جاج واخستلے شو. دا فنډ د كووېډ-19 ځپليو لپاره فنډ راجمع كولو لپاره په مارچ كال 2020م كښې قائم كړے شوے ؤ . د كورونا ريليف فنډ لپاره په هېواد كښې دننه او بهر شتمدنو خلقو د 4.8 اربه روپو عطيه وركړې چې پكښې 1.08 اربه روپې د بهر او 3.8 اربه روپې په هېواد كښې دننه عطيه كړې شوي. وزيراعظم عمران خان د روان كال په پېل كښې د دې فنډ د ا??تع??ال په تناظر كښې د دوو پالېسو اختيارولو اعلان كړے ؤ چې دا فنډ به د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې د ملازمتونو څخه محروم شوو د كورونا ځپليو ته وركولې شي او په دوهمه پالېسې كښې دا وئيلي شوي وو د يوې روپې فنډ په جمع كېدو به څلور روپې د حكومت لخوا وركولې شي. د حكومت لخوا دا لوظ پوره كېدو سره په دې فنډ كښې 19.55 اربه روپې جمع شوي او دې سره ?? فنډ مجموعي رقم 24.23 اربه روپو ته رسېدلے. دې سره د 20 لكه كورنيو مرسته شوې ، هرې يوې كورنۍ ته د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام دلارې 12 زره روپې نغدې وركړې شوي. دا كورنۍ د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د لارې د نغدو ترلاسه كوونكو د يو نيم كروړه كورنيو نه جلا دي.. وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستانيان تر ټولو زيات خېرات وركونكے قام دے، زه دوي له باور وركوم چې مونږ به د شتمندو خلقو لخوا وركړے شوے فنډ په سپېځلې ډول ا??تع??الوو. ??حف??ف غربت او د سماجي تحفظ ډويژن ته د دې فنډ ا??تع??الولو ذمه واري ورپغاړه كړې شوې. وزيراعظم د مستحقينو د شناخت وسيلو پشمول د نور طريقه كار څارنې لپاره پاليسي كمېټي جوړه كړې. پاليسي كمېټي د دې فنډ د تقسيم په اړه د پرېكړې كولو اختيار هم لري او ?? فنډ د انتظام، چارو او د عطياتو جمع كولو په اړه كومه هم پرېكړه كولې شي