اسلام آب??د 02 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په اسلامو فوبيا قابو موندلو لپاره په نړيوا??ه كچه د مذهبي همغږۍ پشمول د موثره اقداماتو كولو ضرورت دے، پاكستان عمر له د افغانانو ??ه مشرې كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ مذاكراتو ملا??ړ كړے، كشمير له د نړيوال استبداد څخه خلاصي لپاره به نړيوالې ټولنې له خپل كردار ترسره كول وي. ده دا خبرې د المان خارجه وزير هائيكوماس سره د ټيليفوني تماس ??ه مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو، د كورونا په نړيوال وبائي صورتحال او په افغانستان كښې د امن پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي د كورونا وباﺀ په نتيجه كښې په المان كښې په ځاني زيان د المان خارجه وزير سره غمرازي وكړه او وې وئيل د كورونا وباﺀ مخ نيوي لپاره د المان حكومت موثره حكمت عملي د ستائنې وړ ده. خارجه وزير د وباﺀ مخ نيوي لپاره د المان حكومت لخوا په شوې مرسته د المان د خارجه وزير مننه وكړه. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل د كورونا نړيوال چېلنج مخ نيوي لپاره په نړيوا??ه كچه د شريكو هڅو كولو ضرورت دے. د اسلامو فوبيا د زياتېدونكي رجحان په ضد د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ مسلمانان اندېښنه لري. په دې صورتحال قابو موندلو لپاره په نړيوا??ه كچه د مذهبي همغږۍ پشمول د موثره اقداماتو ضرورت دے. د افغانستان د سولې عمل په اړه شاه محمود قريشي ووئيل پاكستان د افغان سولې عمل پشمول ??ه منطقه كښې امن او استحكام لپاره په اخلاص سره هڅې روانې ساتلي. افغان مشرتابه د نړيوالو مذاكراتو په صورت كښې يوه نادره موقع لري او پاكستان تل د افغانانو ??ه مشرې كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ جامع مذاكراتو ملا??ړ كړے. ده ووئيل مونږ له به په هغه عناصرو هم نظر ساتل وي كوم چې منطقه كښې ناامنې غواړي. خارجه وزير د المان خارجه وزير ??ه مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو نه هم خبر كړو او وې وئيل هند د نړيوال قوانين خلاف ورزي كولو سره ??ه مقبوضه كشمير كښې د آبادې تناسب بدلول غواړي. ده ووئيل بې ګناه كشميريانو ته د هندي استبداد څخه خلاصي لپاره به نړيوالې ټولنې ته خپل كردار ترسره كول وي. دغسې په دې مهال دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو او ??ه منطقه كښې د امن روانو هڅو په اړه ??ه مشوره جاري ساتلو اتفاق وكړو.