اسلام آباد۔4اکتوبر (اے ??ی ??ی) وزيراعظم عمران خان په ژمي کښې د کورونا وېروس د دوهمې چپې نه ځان ساتلو له د فې?? ماسك كارول باوري كولو هدايت كړے دے۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم عمران خان ووئیل چې لوي څښتن د نورو هېوادونو په مقابله كښې پاکستان سره زياته مهرباني كړې او د دې ناروغۍ منفي اغیزو څخه یې ساتلے دے۔ هغه اندیښنه څرګنده کړه چې د دې ناروغۍ دوهمه چپه پ?? ژمي کښې رامخې ته كېدې شي۔ وزیراعظم عمران خان د ملت هر غړي ته هدايت وكړو چې فې?? ماسك وكاروي او اولسي ځايونو ته تلو څخه ډډه وكړي۔ هغه ټولو ادارو ٬ چارواکو او تعلیمي ادارو ته هدايت وكړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې هر وګړے به ماسك كاروي۔ د وزيراعظم دا بیان په هېواد کښې د کورونا وېروس په پېښو کښې د لږ ??یا??والي ??روسته راغلے.