اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د ازبكستان د سرمايه كارۍ او خارجه اقتصادي اړيكو لپاره نائب وزيراعظم سردور عمرزوقوف د زيارت په ورځ ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال كووېډ 19 وبا دوه اړخيزه مرستې سيمه ايزې رابطه كارۍ او سيمه ايز امن او سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم پھ دې موقع موجود وو۔وزيراعظم وو??يل پاكستان او ازبكستان د ورورولۍ اړيكې لري۔ده د ازبكستان صدر سره د خپل ملاقات حواله وركولو سره وو??يل پاكستان د نړيوالې و??اﺀ ختمېدو نه پس د هغه د پاكستان دورې ته سترګې په لار دے۔وزيراعظم وو??يل د رېلويز بېلو پروژو په نتيجه كښې به د تجارت او سيمه ايزې رابطه كارۍ موقعې زياتې شي۔د ازبكستان نائب وزيراعظم د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د نيكو هيلو پیغام وركولو سره وو??يل هغه د پاكستان دورې ته سترګې په لار دے۔ده د ازبكستان صدر د اړخه وزيراعظم عمران خان له د ازبكستان دورې بلنه وركړه او د پاكستان سره اقتصادي اړيكو زياتولو خواهش يې څ??ګند كړو۔پ?? دې موقع وزيراعمران خان افغان امن عمل كښې د پاكستان مثبت كردار رامخې ته كولو سره وو??يل د افغانستان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔امن ناك او مستحكم افغانستان د سيمې او پاكستان لپاره اهميت لري۔وزيراعظم په شريكه ګټه اډانه دوه اړخيزه او سيمه ايزې مرستې مستحكم كولو لپاره د پاكستان د اړخه ازبكستان سره په ګډه د كار كولو د خواهش پخلے هم وكړو