پېښور 24 جنوري (اے پي پي ) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خ??ن د جمعې په ورځ د اوړو په صورتحال ځان پوهولو لپاره د پېښور د رام پورې بازار ناڅاپي دوره كړې٬ په دې موقع اجمل خان وزير هم د دوي سره ملګرتيا كوله۔ اعلٰې وزير په رام پوره بازار كښې سوداګرو سره ملاقات وكړو او د اوړو په حقله ئې د صورتحال جاج واخست۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل صوبه كښې د اوړو كچه برابر ده او كوم كمې نشته٬ په صوبه كښې د اوړو د مصنوعي بحران پېدا كولو هڅه كړې شوې وه۔ محمود خ??ن ووئيل اوس په صوبه كښې هر ځائ په ارزانه بيعه اوړه ترلاسه كېږي ۔ د رام پوره بازار سوداګرو د محمود خ??ن د دورې ستائنه كولو سره ووئيل اولس ته د خوراك څښاك څيزونه په ارزان?? بېعه باوري كولو لپاره به صوبائي حكومت سره هر ډو?? ممكنه مرسته كولې شي