نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو سېكرټرېټ نيويارك كښې د برتانيې خارجه وزير طارق احمد ويمبلډن سره ليدلې دي۔د خبرو اترو په مهال د مقبوضه جمو او كشمير په اندېښمن صورتحال٬د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير ووئيل چې هند د تېرو 53 ورځو راهيسې د مقبوضه جمو او كشمير 80 لكه انسانان محصور كړي۔هند د اړخه پھ كشميريانو د روان ظلمونو څخه د نړۍ پام ګرځولو لپاره په پاكستان د ترهه ګرو له د پناه وركولو تورونو لګولو هڅې كوي۔ده ووئيل چې هند نړۍ ته ?? دې تاثر و??كولو هڅه كوي چې په مقبوضه كشمير كښې حالات د معمول له مخې دي۔هند نړيوالو مبصرينو او بشري حقونو نړيوالو تنظيمو ته مقبوضه جمو او كشمير ته ?? راتللو اجازه ولې نه وركوي۔د برتانيې وزير لارډ احمد ووئيل چې په برتانيه كښې د مېشته كشميريانو ??حف??ات هم تر مونږ رارسېدلې دي او مونږ په صورتحال ژور نظر ساتلې۔خارجه وزير د اېف اے ټي اېف په اړه د برتانيې د مرستې مننه وكړه