اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن لخوا كنفرنس كول ښه اقدام دے ٬ دې سره به د ټاكلې شوو نمائندګانو د كشمير په ??سئ??ه د يو موټې كېدو او يوالي پېغام لاړ شي٬ پاکستانې قام د كشمير په ??سئ??ه يو موټې دے۔ د شورو ??ه ورځ قامي كشمير پارلماني كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د آزاد کشمير د وزيراعظم د جذباتو احساس لرو٬ په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 44 ورځو راهسې كرفيو روانه ده ۔ خارجه وزير ووئيل د آزاد كشمير د وزيراعظم خبره سمه ده چې د كشمير ??سئ??ه د زمكې د ټكې نه ده٬ نړۍ د كشمير په ??سئ??ه سترګې پټولې شي ٬ د قام پرېكړه ده چې پاكستان به د كشميريانو نه سترګې نه اړوي٬ وزيراعظم په ملګرو ??لتونو ته د كشميريانو مقدمې لپاره روان دے ھغه به د كشميريانو جذباتو ته زيان نه رسوي۔ ده ووئيل نړيواله ميډيا د هند اصلي څېره بې نقابه كوي٬ د كشمير كشالې لپاره يوالې ډېر ضرورې دے٬ د فلسطين ??سئ??ې د او آئي سي تنظيم جوړ كړې۔ خارجه وزير ووئيل د امريكې سفار?? تل ابيب څخه مقبوضه بېت المقدس ته د منتقل كولو اعلان په ضد او آئي سي غږونه راپورته كړي٬ د او آئي سي هېوادونو شريك سوچ كښې خليج ښكاري٬ د او آئي سي متفقه اعلاميه ده چې مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كړې شي٬ د سترګو په رف كښې د كشمير ??سئ??ه نه شي هوارېدې٬ نن د پاكستان قيادت هېڅ لچك نه لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د پاکستان د مفاداتو سودا نه كوي٬ پاکستان او کشميريانو هندي اقدامات رد كړې ٬ نن هند تقسيم ښكاري۔ ده ووئيل زه ماشوم نه يم او نه بې غوره يم٬ كه مودي جرات لري نو مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كولو سره په سري نګر كښې كشميريانو ته وېنا وكړي۔ ده ووئېل په اولسي رېفرنډم پرېكړه كېدې شي خو مودي كښې جرات نشته٬ د شريكې غونډې نه پس د كشمير په ??سئ??ه دا مهم قدم دے دغسې چې نړۍ ته پېغام لاړ شي چې د پاكستان پارلمان په دې ??سئ??ه يو موټې او يو غږ لري ۔ ده ووئېل دا د زمكې د ټكړې خبره نه ده٬ د اګست د 5مې نيټي پېښې تشويش زيات كړې ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د ستمبر په 27مه نيټه په ملګرو ??لتونو كښې د كشمير ??سئ??ه په بشپړه توګه پورته كوي ۔ خارجه وزيرشاه محمود قرېشي ووئيل 54 كاله پس د كشمير ??سئ??ه د سلامتي كونسل په اېجنډا پورته كړې شوې چې كرېډټ ئې د پاكستان وزيراعظم ته ځي ۔ ده ووئېل د كشمير ??سئ??ه به د ملګرو ??لتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره تر آخري حده ځوو٬ ملګرو ??لتونو د كشمير په ??سئ??ه يو شمېر قراردادونه منظور كړې كوم چې د ??سئ??ې يوازنې حل دے۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د كشمير ??سئ??ې ته پام لرنه كولې شي٬ په جنيوا کنونشن كښې هم يو هېواد د هندي دريځ ملاتړ نه دې كړې۔ ده ووئيل د نړۍ ميډيا د كشمير كشاله رامخې ته كولو سره د هند ناوړه څېره اولس ته ښائي۔ وزيراعظم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې لپاره په مظفرآباد كښې كاميابه جلسه كړې او نړۍ ته ئې د هند ناوړه څېره ښودلې۔ ده ووئېل د كشمير ??سئ??ې په ګرده نړۍ هله ګوله راپېدا كړې۔ ده ووئيل د او آئي سي په نوعيت كښې لږ بدلون راغلې٬ د او آئي سي د ځينې هېوادونو سوچ كښې خليج ښكاري٬ او آئي سي به ځان سره بوتلل وي او د حقائقو له مخې به د كشمير ??سئ??ې په اړه حكمت علمي خپلول وي۔ ده ووئيل حريت مشران بندي كېږي٬ د هند د تور قوانين زيان كشميريانو ته رسي٬ پاكستان د سياسي تړون نه پرته كشميريانو سره ولاړ دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند د كشمير په ??سئ??ه تقسيم شوې ٬ د هند سپريم كورټ فشار سره مخ دے۔ ده ووئيل سپريم كورټ له به خپل تاريخي اړخ مخې ته كېښودل وي۔ سپريم كورټ د هند د مخالفې ډلې ګوندونه سري نګر ته تللو نه د ايسارولو مخالفت كړې۔ خارجه وزير ووئيل مودي كه اخلاقي جرات لري نو د پاکستان د وزيراعظم غوندې دې په سري نګر كښې جلسه وكړي